سپين شعر

سپين شعر
خوب مې ليده
چې پر پالنګ د پاسه
زه او جانان پراته يو
يو ښکرور
او يو بد رنګه انسان
له برګ نقابه سره
په منډه منډه راشي
او بس
په يو ناڅاپه
له سره پالنګه جانان يوسي
والله په ويښه زه اوس
ډير ډير ويريږم
چې رښتيا نه شي دا
+ ليکل شوي په Sun 27 Nov 2011 ساعت ۱:۲۹ ب.ظ عرفانيار
|
نوم مې احمدشاه؛ ځينې خلک مې د عرفانيار په نوم پېژني، خو پر چا چې ډېر ګران يم هغه بيا راته له ډېر نازه يواځې عرفان وايي. د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار اړوند د فاروق خېلو په کلي کې؛ نه پوهېږم چې څو کاله وړاندې به و، خو د زوګړې نېټه مې پلار جان لیکلې هغه هم په همغه کلیزه (جنتري) کې چې ورسره وه، هغه نېټه ده ۱۳۶۱/۰۹/۱۱، چې پر کلي د مني سړو بادونو د شنه موسم هر څه يې له منځه وړل، نو په کلي کې چا داسې غږ پورته کړ چې د مني په دې سړو شېبو کې يو ګل وغړېد.