د يوې افغانې ماشومې غږ

د يوې افغانې ماشومې غږ
وړکې نازنينه يمه
وريښمينې ګوتې مې قلم لټوي
دا راته ووايه
چې څه وليکم ؟
څه وستايم ؟؟
څه ونازوم ؟؟؟
بم که قلم !!!
ليکوال : عرفانيار

د يوې افغانې ماشومې غږ
وړکې نازنينه يمه
وريښمينې ګوتې مې قلم لټوي
دا راته ووايه
چې څه وليکم ؟
څه وستايم ؟؟
څه ونازوم ؟؟؟
بم که قلم !!!
ليکوال : عرفانيار

ارواښاد محمد نواز خټک دپښتو ژبې ستر شاعر د تورې اوقلم د ډګر اتل خوشحال خان خټک کورنۍ پورې اړوند د عبدالقادر خان خټک اولادې ته منسوب دی.
دمحمد نواز خټک د پلارشهبازخان چې ادب او شاعري ورته د پلرونو اونيکونو څخه په ميراث پاتې وه ، په پښتو ژبه يې شعرونه ويل اود نيکونو په څيريې سربازۍ کړي دي .
محمد نوازخټک په ١٩١١ زيږيز کال کې دپښتونخوا د نوښار په شيدو نومي کلې کې د خټکوخانانو په کورنۍ کې زيږدلي چې ادب ، علم ، سياست او وطن يې له پيړيو ، پيړيو را هيسې پلرنۍ اوکورنۍ کړنلاره وه .
د کوزې پښتونخوا شاعر او ليکوال هميش خليل د ارواښاد محمدنواز خټک په اړه راته داسې وويل چې محمد نوازخټک په پيل کې دينې زده کړې ، دپښتو او پاړسي ادب کتابونه په کورنۍ کې له مشرانو او جماعت کې له ملانه داسلامي پوهنو له اساساتو سره سم پيل او لومړنۍ رسمي زده کړې يې دشيدو په ابتدايه مدرسه کې پيل او تر لسم ټولګي پورې يې د نوښار په اسلاميه ښوونځي کې زده کړې ترسره کړي .
هغه زياته کړه،د لسم ټولګي له فراغت وروسته يې نورې زده کړې د هغه وخت د ستونزمنو حالاتو له ا مله دوام ورنه کړى شو ، خو دا چې له زده کړو سره يې ډيره مينه لرله نو خپله مطالعه جاری وساتله او تل يې هڅه کوله چې يوڅه زده کړي همغه و چې د ژوند ترپايه پورې زده کوونکی پاتې شو .
خليل زياتوي ، کله چې ارواښاد محمد نوازخټک د ..... د مطلب دوام

سپين شعر
خوب مې ليده
چې پر پالنګ د پاسه
زه او جانان پراته يو
يو ښکرور
او يو بد رنګه انسان
له برګ نقابه سره
په منډه منډه راشي
او بس
په يو ناڅاپه
له سره پالنګه جانان يوسي
والله په ويښه زه اوس
ډير ډير ويريږم
چې رښتيا نه شي دا

غزل
د امـــــيدونـــو دنيــــا ونړيـــده ځـــــان څـــه کـــوم
جوړه مـــې يـــار او اغيـــار ولـــيده جــانان څه کوم
چــې د ګـــل پانې رژوي خـــزان ظلمــــونه کــــوي
بــــې له سرو تازه ګلــــونو تش بيــــابــــان څه کوم
بيا چې غوټه په جام کې نه کړي مرمرينۍ شونډې
خومار پرې نه شم ، نو دا جام او ميستان څه کوم
وريځو اغيــارو کړې پنـــاه ســـــتا رڼــــا نه وينمه
کړم انتظـــــــــــار په تور تمو بل چراغان څه کوم
اوس توبه ګــــار يم ستـــــا له مينې وفا نه غواړمه
د عـــــرفـــانيــار لبــــــاسي مينه دا بيـــان څه کوم