د ارواښاد محمد نوازخټک ژوند ليک
پوره مطلب ........
ارواښاد محمد نواز خټک دپښتو ژبې ستر شاعر د تورې اوقلم د ډګر اتل خوشحال خان خټک کورنۍ پورې اړوند د عبدالقادر خان خټک اولادې ته منسوب دی.
دمحمد نواز خټک د پلارشهبازخان چې ادب او شاعري ورته د پلرونو اونيکونو څخه په ميراث پاتې وه ، په پښتو ژبه يې شعرونه ويل اود نيکونو په څيريې سربازۍ کړي دي .
محمد نوازخټک په ١٩١١ زيږيز کال کې دپښتونخوا د نوښار په شيدو نومي کلې کې د خټکوخانانو په کورنۍ کې زيږدلي چې ادب ، علم ، سياست او وطن يې له پيړيو ، پيړيو را هيسې پلرنۍ اوکورنۍ کړنلاره وه .
د کوزې پښتونخوا شاعر او ليکوال هميش خليل د ارواښاد محمدنواز خټک په اړه راته داسې وويل چې محمد نوازخټک په پيل کې دينې زده کړې ، دپښتو او پاړسي ادب کتابونه په کورنۍ کې له مشرانو او جماعت کې له ملانه داسلامي پوهنو له اساساتو سره سم پيل او لومړنۍ رسمي زده کړې يې دشيدو په ابتدايه مدرسه کې پيل او تر لسم ټولګي پورې يې د نوښار په اسلاميه ښوونځي کې زده کړې ترسره کړي .
هغه زياته کړه،د لسم ټولګي له فراغت وروسته يې نورې زده کړې د هغه وخت د ستونزمنو حالاتو له ا مله دوام ورنه کړى شو ، خو دا چې له زده کړو سره يې ډيره مينه لرله نو خپله مطالعه جاری وساتله او تل يې هڅه کوله چې يوڅه زده کړي همغه و چې د ژوند ترپايه پورې زده کوونکی پاتې شو .
دده په وينا، انګريزي استعماري ځواکونو په سيمه کې دظلم غوبل جوړکړی و ،سياسي او رښتني مشران له دغسې ناتاره سره په مبارزو بوخت ول ، کله به زندانونو ته تلل ،کله به يې سرو ګوليو او نيزو ته سينې ډال کړې وې، چې نواز خټک هم له همدې امله په دا ډول سياسي او ټولنيزو سختو حالاتو کې يې ذهن دا ونه منله چې د داسې يوحکومت کارکوونکي واوسي چې هغه يې وروڼه وژني او پښتنې بيبيانې کونډوي اوسرتوروي.
خليل خپلو خبرو ته دوام ورکړ او زياته يې کړ چې همغه و چې په 1930 زيږديز کال ېې رسمي دولتي دنده پر يښوده اودقوم خدمت ته يې ملاوتړله، دسياسي مبارزې له پيل سره سم يې ادبي استعداد هم غزونې وکړې ، دسرحد اخبارونو او مجلو لکه پښتون ، آزاد پښتون او نورو مجلو کې يې سياسي ، ټولنيز ، انتقادي مضامين او شعرونه دشيدو وي خټک په نامه خپريدل اود خلکو د ويښتيا لپاره به يې شعرو هم ليکل.
د ارواښاد محمد نوازخټک دکلام بيلګه :
دغلامۍ طوق ولعنت په غاړه
چې د چا وي هغه اخترڅه کوي
په تاخو هر وخت محرم دی ژاړه
ستا په اختربه څوک باور څه کوي
هغه چې د ارواښاد نوازخټک په اړه ډير څه د ويلو لپاره لرل خپلې خبرې داسې اوږدې کړې او زياته يې کړه چې نواز خټک په سياسي ډګر کې بند هم وګاله، په 1932 زيږديز کال دحکومت پر ضد ديوې مقالې د خپرولو په شک ونيول شو، نوازخټک په ولس کې د خپل محبوبيت له کبله په 1937 زيږديز کال د پيښور دسټرکټ بورډ په ضمني انتخاباتو کې بلا مقابلې کامياب شو.
نوازخټک دسياسي هڅو ترڅنک علمي او فرهنګي ذوق هم درلود، خپل لرغوني افتخارات يې هم له پامه نه و غورځولي اودغه لورته يې هم ځانګړې پاملرنه لرله.
د کوزې پښتونخوا يو بل ليکوال علم زيب خټک د ارواښاد محمدنواز خټک په اړه داسې وويل چې کله دنو ښارادبي جرګه په 1933 زيږديز کال پښتو ژبې او ادب ته دخدمت لپاره جوړيده نو نوازخټک يې په بنسټ ايښودونکی ډلې کې شامل و، چې په دغه لړکې ېې د نورو غړو ترڅنګ ديادونې وړ خدمتو نه ترسره کړي دي.
هغه زياتوي چې د ژوند په وروستيو کلونوکې دمردان «ادبي دوستان» دا دبي ټولنې سرپرست اوپه پيښور کې په يو شمېر نورو ادبي او ثقافتی ټولنوکې هم د مشر په حېث پاتې شوی ، په 1937 زيږديز کال کې يې د وطن په نامه يوه اونيزه چاپ اوخپره کړه ، چې داټول د هغه د هيلو او ارمانونو هغه ترجمانان و چې د ولسونو د ويښتيا ، هڅونې ، يووالی اود پرديو له يوغ نه يې دخلاصون لارښوونې کولې.
علم زيب د خپلو خبرو پر دوام وويل چې نوازخټک دپلارله مړينې وروسته ، کليوالي او ولسي چارو ترسره کولو ته هم ملاوتړله اوپه دغه برخه کې يې د کبراوغرور پرته ديو دروند او متين پښتون په توګه په پوره صداقت او ايماندارۍ سره دپام وړ قومي کارونه ترسره کړي دي .
هغه وايي چې ارواښاد محمد نوازخټک دپښتو ژبې شاعر او نثر ليکوونکی و ، د څيړنې اومطالعې سره يې هم مينه درلوده د (1928 – 1983 زيږديز )کال پورې يې قلم له لاسه ونه غورځاوه ، شعريې ليکه ، ټولنيز اوانتقادي مضامين يې ليکل، دخوشحال خان پوهنې په باب ېې څيړنې وکړې، او لنډه داچې ادبې شهکارۍ يې پښتو ژبې او ټولنې ته پريښودې .
علم زيب خټک زياتوي چې ارواښاد محمدنواز خټک پوره يوڅلويښت کاله دخوشحال پوهنې په لارکې تيرکړل د 1938 زيږديز کال داګست له مياشتې را وروسته کله چې د خوشحال خان خټک پرمزار مشاعرې پيل شوې ، لومړۍ مشاعره چې د خوشحال بابا پر مزار د همدې کال داګست په شلمه نيټه د نوښار د ادبي جرګې له خوا وشوه اوپه 1939 زيږديز کال دسپتمبرپه لسمه نيټه بله مشاعره چې هغه هم دلوی خان په مزارجوړه شوه او ورپسې نورې مشاعرې هم پرې وشوې ، محمد نواز خټک په دغه ټولوکې فعاله ونډه لرله .
علم زيب زياتوي چې په 1940 زيږديز کال کې يې دخوشحال خان بابا دمشاعرې بهير دښاغلی پښتون په نوم او په 1949 زيږديز کال کې يې د (تورې اوقلم خاوند )په نامه دخوشحال خان خټک دمزار د تعمير د پرانستلو د ورځې دمضامينو او نظمونو دمجموعی دترتيب ، تدوين او چاپ چارې سرته ورسولې اودغه مجموعې يې خپرې کړې ، سربيره پردې ارواښاد نوازخټک دخوشحال پوهنې اود هغه دژوند د نوروبيلا بيلو برخو په اړه څيړنی کړي دی لکه دتورې اوقلم خاوند خوشحال بابا په باب مقاله ، خوشحال خټک دپښتونولۍ د استازي د شخصيت او نورې مقالې د پيښور په اخبارونو ، مجلو او دپيښور اکاډمۍ پښتو مجلې کې خپرې کړی دي.
محمد نوازخټک دعلمي کارونو په لړکې دځينو نورو پښتنو پخوانيو اومعاصرو شاعرانو په باب هم څيړنې کړې دي په اسلم مجله کې د رحمان بابا په باب مقاله ، د رحمان بابا مشاعرې ، په مردان کې ، پښتو ادب ، درې مشران اوهمدارنګه دپښتو مجلې په (سوات باباجی نمبر)کې دوه مقالې ، سوات صيب پير و مرشد ، وفات نامې اوتاريخي وختونه ، ترسرليکونو لاندې مقالې خپرې کړي دي .
هغه په پاى کې وايي چې محمد نوازخټک له 1930 زيږديز کال نه تر 1960 زيږديز کال پورې د سرحد په مجلو کې ډيرې سياسي ، ټولنيزې اوانتقادي مقالې خپرې کړي چې دغه مقالې په پښتون ، آزاد پښتون او وروسته بيا په رهبر ، لار ، دوران ، غنچه ننګيالی ، جمهوريت او نورو کې چاپ شوي دي .
دارواښاد محمد نوازخټک له ايجادي ادبياتو له جملې څخه دوه شعري ټولګې د«خيالاتو پسرلی» او«ما واخله» په نومونو او يوه مجموعه د ډولۍ په نوم چاپ شوي دي، اشعاريې دمحتوا په لحاظ ټولنيز ، ملي اوانتقادي دي اوکه اشعاريې په عمومي ډول ترکتنې لاندې ونيسو دده په شاعرۍ کې ملي او ټولنيز افکار او انتقادي نظر چې د وطن اوخلکو د ويښولو اودپښتنو د وحدت مقدسه هيله په کې نغښتی ده ډيرپيدا کيږی .
علم زيب دا خبره هم زياته کړه کې ارواښاد نوازخټک په خپل عمرکې د خپل ذوق سره سم د پښتو اوپښتنو په باب ، په پښتو ، فارسي ، اردو اونورو ژبو کتابونه راټول کړی او دهمدغه ژبو ډير قېمتي ، ګران بيه اوګټور چاپي اوخطي کتابونه دده په کتابتون کې خوندي و، دده دکتابتون دروازه تل دمينه والو پرمخ پرانستې وه اوهرڅوک ورڅخه ښه ګټه ترلاسه کولای شي، د نوموړې اديب دمړينې څخه د مخه د پښتني ژور احساس له مخې خپل ټول کتابونه اوقلمي نسخې دپيښورپښتو اکاډمۍ ته ورکړل .
محمد نوازخټک په 1983 زيږديز کال د 72 کاله ژوند کولو وروسته دفبروري دمياشتې په 9 مه نيټه له دنيا سترګې پټې کړې اودشيدو په هديره کې خاوروته وسپارل شو .
دمحمد نوازخټک ژوند، سياسي مبارزې ، ادبي هڅې ، ټولنيزې هلې ځلې دخپل ولس د ارمانونو ترجماني کوله او همدغه سپڅلې هلې دده د ژوند ملګري وې، ګڼ شميرخلک ژوند دځان لپاره کوي خو د نواز ژوند د نورو لپاره و اودخپل ژوند شيبی يې خلکوته دخدمت په لارکې نذرانه کړې ، اود يوعالم ستونزو په زغملوسره يې بياهم سر دزمانې جبرته ټيټ نه کړ.
څيړونکى : احمدشاه عرفانيار
نوم مې احمدشاه؛ ځينې خلک مې د عرفانيار په نوم پېژني، خو پر چا چې ډېر ګران يم هغه بيا راته له ډېر نازه يواځې عرفان وايي. د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار اړوند د فاروق خېلو په کلي کې؛ نه پوهېږم چې څو کاله وړاندې به و، خو د زوګړې نېټه مې پلار جان لیکلې هغه هم په همغه کلیزه (جنتري) کې چې ورسره وه، هغه نېټه ده ۱۳۶۱/۰۹/۱۱، چې پر کلي د مني سړو بادونو د شنه موسم هر څه يې له منځه وړل، نو په کلي کې چا داسې غږ پورته کړ چې د مني په دې سړو شېبو کې يو ګل وغړېد.