غزل

 ښکلـــى اشــــنا د زړه کرار راځېنــې ولاړ

پوه نه شوم يار په کومه لار راځېنـــې ولاړ

اوس يې تصــــــوير انـــځوروم ژړا راځي

شوم ليونى چې سپين رخـسار راځېنې ولاړ

چـــې د کوثر بـــوى اوس په جام کې نشته

د يــار د لاس جــام او خومار راځېـنې ولاړ

زړګــيه ! ولــې دې زړګـــى را مــات کړو

فريـــاد کـــوم ماښـــام سـهار راځېــنې ولاړ

 اوس تـــصور کـــې يـــې رابــولـــم نه شــته

تل پســــې ژاړم عـــرفــانـــيار راځېنې ولاړ