کليواله پيغله

ډيـــــرې ښــايســــته او نــازولـــــې دي

هــا د کلـــــي پيغلې څومره ښـکلـې دي

حســــن او ښــــــکلا مـــــلکوتــي لري

ډيـــرې حيــــانــاکـــه غلــې غلـــې دي

 لوى لوى کميســونه ، لوى ټيکري لري

سپين ښکلي مخونه ، سرې منګولې دي

 ورشــه پاکه ميـــنه ورنه زده کـــړه ته

هلتـــه کليــــوالې پيغـــلې ټـــولــې دي

نجــونې د ښـارو په ميــنه پــوه نـه دي

مينــه مينــه نه کړي ، دروغـجنـې دي

غاړه کـې يــې پورت يو لنډ پـړونى وي

ښار کـې ټولـې نجـونې پتلون کړې دي

راشــه عـــرفانياره لاس په سر شـه ته

ګــوره ! د ښــار نجـونـې مکرجنې دي