غزل

غزل
نور مې زخمي زړه ته كــرار راوله
خدايه (ج) پــدې لاره دلــــدار راوله
پـه انتــــظار يــــې د چــــشمانو يمـه
په ښـــكلو سترګو يــې خـــمار راوله
دســرو سـركو شونډو شــرابو سره
د مـــيو جـــام ســـره مې يار راولـه
غيږه په غيږه واى پراته پـــه بڼ كې
زمــا دې خــزان بــڼ ته بـهار راوله
چـــې محـبوبا به مـې ګـودر ته راتله
بــيا د بنـــګړيــو شــرنګهار راولــه
نو چې آرام پاس په سينه كې غواړي
دغــــه پالنــګ تـــه عرفانيار راولـه
+ ليکل شوي په Thu 19 Jan 2012 ساعت ۱۲:۵۸ ب.ظ عرفانيار
|
نوم مې احمدشاه؛ ځينې خلک مې د عرفانيار په نوم پېژني، خو پر چا چې ډېر ګران يم هغه بيا راته له ډېر نازه يواځې عرفان وايي. د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار اړوند د فاروق خېلو په کلي کې؛ نه پوهېږم چې څو کاله وړاندې به و، خو د زوګړې نېټه مې پلار جان لیکلې هغه هم په همغه کلیزه (جنتري) کې چې ورسره وه، هغه نېټه ده ۱۳۶۱/۰۹/۱۱، چې پر کلي د مني سړو بادونو د شنه موسم هر څه يې له منځه وړل، نو په کلي کې چا داسې غږ پورته کړ چې د مني په دې سړو شېبو کې يو ګل وغړېد.