بم راپريږده

بم راپريږده
هرڅــه دې يـــوړلو صـــنم راپريږده
ګل خـــزانيــږي لږ شبـــنم راپريــږده
خـلاص له کلــتور اوله پښتو دې کړمه
کتــــاب دې وســولو قـــلم راپـريــږده
جـــوړه ولاړ يـــار او اغـــيار پيـــژنم
اغــياره پريږده زما هــــمدم راپريږده
بـيا به خـــبرشـــې چې داڅـه راوشـول
قســـم بـه نـه کـړمـه قســـم راپـريــږده
موقـع شـوه تيره اوس پرې څه به وکړو
پـه غـم اخـته يـم بـس دا غـم راپـريـږده
پريږده چې خلاص شى له غموعرفانيار
پــه دې راضـي يم هـمدا بـم را پـريـږده
+ ليکل شوي په Sat 21 Jan 2012 ساعت ۲:۱۶ ب.ظ عرفانيار
|
نوم مې احمدشاه؛ ځينې خلک مې د عرفانيار په نوم پېژني، خو پر چا چې ډېر ګران يم هغه بيا راته له ډېر نازه يواځې عرفان وايي. د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار اړوند د فاروق خېلو په کلي کې؛ نه پوهېږم چې څو کاله وړاندې به و، خو د زوګړې نېټه مې پلار جان لیکلې هغه هم په همغه کلیزه (جنتري) کې چې ورسره وه، هغه نېټه ده ۱۳۶۱/۰۹/۱۱، چې پر کلي د مني سړو بادونو د شنه موسم هر څه يې له منځه وړل، نو په کلي کې چا داسې غږ پورته کړ چې د مني په دې سړو شېبو کې يو ګل وغړېد.