د هېواد درسي نصاب په تېرو درې لسيزو جګړو ډېر زيانمن شوى
د يو شمېر لېسو زده کوونکي له دې سره ، سره چې د پوهنې په برخه کې يو شمېر پرمختګونه مني خو وايي چې دا کړنې ډېرې کمې دي ، چې د په کابل ښار کې د يو شمېر لېسو زده کوونکي په خپلو لېسو کې د ښوونکو ، درسي کتابونو ، او نورو درسي اړينو موادو د نشتوالي تر څنګ د ښوونکو له غيرحاضرى او په ښوونځي د نظم او ډسپلين له نشتوالي سرټکوي .

دا ستونزه د کابل ښار په ډېرو ښوونځيو کې ليدل کيږي اود ډيرو لېسو زده کوونکي په خپلو لېسو کې د استادانو له کمښت سره مخ دي .
د غازي په لېسه کې عبدالنظير مياخيل چې ديادې ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکي دى ،وويل چې دوى په خپله ليسه په کافي اندازه ښوونکي نه لري ، تر څو وکړي شي د دوى درسي اړتياوې پوره کړي .
هغه چې د خپل نوي ښوونځي له جوړيدو خوشاله بريښيده ښکاريده ويې ويل چې د دوى ښوونځي په بنسټيز او پرمختللي ډول په پاخه ډول جوړ شوي خو تر څنګ يې په ښوونځي يو شمېر ستونزې شته چې د دوى د زده کړو پر وړاندې خنډ دي .
مياخيل وويل : ((مونږ په دې ليسه ددې له امله چې ښوونکي مو کم دي نو په اوونې ډيرې ورځې داسې وي چې درې څلور ساعته درس نه وي، او کله کله هم داسې ورځې وي چې بالکل درس نه وي او ټوله ورځ تر درس پرته تيره شي.))
ددې ښوونځي د دولسم ټولګي يو بل زده کوونکي امرالله هم وويل : (( دا چې هره ورځ مو په اوونې کې تقريبا شپږ ساعته لرو ، په شپږو ساعتونو کې ، په ورځ کې يو ساعت استاد راځي نور ټوله ورځ خالي وي ، کله داسې وي چې ټوله ورځ له درس پرته تيره شي اوکله هم بيا درې څلور ساعته درس وي.))
امرالله زياتوي ددې تر څنګ چې په دې ليسه کې ښوونکي کم دي ، ډير زيات ښوونکي بيا په خپلو درسي ساعتونو کې غير حاضري کوي ، او دا ښوونکي فکر کوي راځه چې استادان کم نو دوى بايد هم ټولګيو ته ولاړ نه شي او په اداره کې ناست وي .
د دولسم ټولکي د پښتو څانګې يو بل زده کوونکي ..... محمد فريد امين چې ډير قهرجن معلوميده وويل چې په دې ښوونځي له دې سره سره چې استادان نشته ، له تېرو دوو مياشتو راهيسې يو درسي کتاب پرته نور هيڅ کتابونه نه دي اخستي .
ده وايي چې په دې ښوونځي کې د نظم او ډسپلين د نشتوالي له امله ډير زده کوونکي د ښوونځي له ديوالونو اوړي او خپلو کورونو ته ځي ، چې په دې اړوند د ښوونځي د ادارې ورته هيڅ پام نشته .
په کابل کې د پلچرخي د لېسې يو تن زده کوونکى هم وايي چې دوي په دې لېسه د کتابونو ، استادانو او يو شمېر نورو ستونزو سره لاس او ګريوان دي ، چې ددې لېسې مسوولين ورته پاملرنه نه کوي او تر څنګ يې دا چې ښوونکي ډير کم دي نو ددې لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکي راځي او درس ورکوي ، چې دا کسان نه سمه پوه لري اونه هم مسکلي دي ، چې دا زده کوونکي ددې ستونزو له امله نه شي کولاى خپلو درسونو ته په ښه ډول ادامه ورکړي .
ددې لېسې يو زده کوونکې صالحې هم وويل چې دوى په دې لېسه کې د څښاک د اوبو له کموالي سره مخ دي ، چې ددې څـښاک د اوبو د نشتوالي تر څنګ په ښوونځي کې نيالګي او شنه بوټي هم د اوبو د نشتوالي له امله وچ شوي دي.
صالحه وايي چې دوى د پوهنې له وزارت نه غواړي چې ددوى ټولګي چې تر يوې کچې خراب شوي بياورغوي او په ښکلي ډول دې رنګ اميزي کړي .
ددې لېسې يو بلې زده کوونکې ستوري وويل چې په ښوونځي کې کتابونه لري خوتر څنګ يې يو شمېر نورې ستونزې لري.
ستوري وايي چې دوى په لېسه کار شوي او ددوى ښوونکي او کتابونه پوره خو دوى په دې ليسه کې د اوبو او برښنا له ستونزو سره مخ دي .
د کابل په ښار د محمود هوتکي د لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکي وويل چې په ياده لېسه کې ښوونکي ډير کم دي ، او تر څنګ ډير ښوونکي بيا غيرحاضري کوي او ټولګيو ته نه راځي ، دا چې ښوونکي غيرحاضري کوي نو له امله يې ډير زده کوونکي بي نظمي کوي اود ښوونځي ډسيپلين نه مراعتوي نو ځګه په ښوونځي کې بې نظمي او ګډودي رامنځته کيږي .
د غازي لېسې مدير نعمت الله ابراهيم خيل وايي چې دى ډيره کمه موده کيږي چې په دې لېسه کې د مدير په توګه ټاکل شوي دي ، او په دې ښوونځي ددې تر څنګ چې ستونزې شته ، ډيرې لاسته راوړنې هم لري او د زده کوونکيو د ستونزو د لېرې کولو لپاره يې هڅې ډيرې ګړندۍ روانې دي .
ابراهيم خيل وايي چې اوس د غازي په عالي لېسه کې شاوخوا ٥ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي ،چې دې لېسې په خپله ٢٤٠٠ تنه زده کوونکي درلودل او ٢٦٠٠ تنه زده کوونکي د ابن سينا له لېسې د يادې لېسې ته راوستل شوي چې تر څنګ يې ١٦٠٠ تنه زده کوونکي له شاوخوا سيميو سې پارچې راوړل شوي ، چې اوسمهال په دې لېسه کې د زده کوونکيو شمېره ډيره زياته ده نو کيداى شي په دې لېسه يو شمېر ستونزې وي .
ابراهيم خيل وويل چې دوى په لېسه نظم او ډسيپلين په اړوند ډير جدي کړنې ترسره کړي ، د يو شمېر زده کوونکو پلرونو استحضاري کړي او د زده کوونکو ستونزې ورسره شريکي کړي دي ، او تر څنګ له يو شمرر زده کوونکي موبايلونه اخستي دي .
دده په وينا ، د دري ژبې ټولګيو لپاره کتابونه پوره دي او ډير لږ درسي کتابونه کم دي، خو د پښتو ټولګيو يواځې د اووم او اتم ټولګي لپاره کتابونه لري او پاتې لسم ، يوولسم او دولسم ټولګيو زده کوونکو لپاره کتابونه نه لري .
د پوهنې وزارت چارواکي هم د کابل ښار په لېسو کې د ښوونکي کموالى مني او وايي چې د ټول هېوا په کچه د ښوونکو له کمښت سره دي ،خو ددې ستونزې د لېرې کولو په موخه ېې هڅې روانې دي ، څو وکړى شي د کابل ښار او ټول هېواد کې يادې ستونزې له منځه يوسي .
د دې وزارت د مطبوعاتو مشر عبدالصبور غفراني وايي چې په تېرو دريو لسيزو جګړو ددې تر څنګ چې په هېواد کې ډير څه له منځه تللي ، تر څنګ ېې د پوهنې برخه هم له ډيرو ستونزو سره مخ ده، اوپه تېرو لسو کلونو کې ېې په دې اړوند ډير هڅې او کوټلي ګامونه پورته کړي دي .
ياده سرچينه زياتوي چې د روزنې لپاره درې اصول ډير اړين دي چې لومړى درسي محيط دى، چې په دې محيط کې درسې خونې ، د ښوونځيو ودانۍ ، د لوبو ميدانونه ، درسي کتابتونونه ، لابراتوارونه ، په معياري ډول ښوونځي او درسي خونې دي ، او دويم اصل بيا د ښوونکي او زده کوونکو شتون دى ، چې بايد په درسي محيط کې زده کوونکي او ښوونکي شتون ولري او دريم اصل بيا د درسي نصاب او درسي کتابونو شتون دي چې بايد په درسي محيطکې سالم او معياري درسي نصاب ، کتابونه او اړين درسي لوازم شتون ولري چې تېرو درېيو لسيزو جګړو دا هر څه خراب کړي او له منځه وړي دي .
نهه کاله وړاندې په ټول هېواد کې تر يو ميليون د زده کوونکو شمېره کمه وه او په ١٣٩٠ لمريز کال په ټول هېواد کې اته ميليون او درې سوه زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
ددې ترڅنګ اوسمهال په ټول هيواد کې ١٤١٠٠نوي د عمومي زده کړو ښوونځي ، او ورسره ١٠٠ تخنيکي او مسلکي ښوونځي جوړ شوي ، شاوخوا ٦٥٠ ديني مدرسې ، دارالعلومونه جوړشوي او په هېواد کې چې تردې وړاندې يوا ځې ٤ دارالمعلمين شتون درلود اوس ېې کچه تر ٤٢ دارالمعلمينو پورې لوړه شوې ، چې اوس په ټول هيواد شاوخوا ١٩٠٠٠٠ ښوونکي د هيواد د زده کوونکو د زده کړو بوخت دي .
د ټول هېواد په کچه نوي اوپه نړيوال معيار کتابونه چاپ شوي او ټولو ښوونځيو ته ويشل شوي او يايې هم د ويش لړۍ روانه ده چې ورسره شاخوا په لسګونو ميليون ټوکه نوي کتابونه تر چاپ لاندې دي او ډير ژر به د هېواد په ټولو زده کوونکو وويشل شي .
تردې وړاندې په هېواد کې د درسي نصاب واحد سيسټم نه وو په هره سيمه کې په بيلو بيلو ډولونو سره درسي نصابونه د ښوونکيو له خوا تدريسېدل چې ډيرې ستونزې يې جوړې کړي وي او اوسمهال بيا په ټول هېواد کې يو سالم او يو شان درسي نصاب برابر شوى او پر مخ ځي.
نوم مې احمدشاه؛ ځينې خلک مې د عرفانيار په نوم پېژني، خو پر چا چې ډېر ګران يم هغه بيا راته له ډېر نازه يواځې عرفان وايي. د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار اړوند د فاروق خېلو په کلي کې؛ نه پوهېږم چې څو کاله وړاندې به و، خو د زوګړې نېټه مې پلار جان لیکلې هغه هم په همغه کلیزه (جنتري) کې چې ورسره وه، هغه نېټه ده ۱۳۶۱/۰۹/۱۱، چې پر کلي د مني سړو بادونو د شنه موسم هر څه يې له منځه وړل، نو په کلي کې چا داسې غږ پورته کړ چې د مني په دې سړو شېبو کې يو ګل وغړېد.