پېرنګ وخوړو

جنګ کې پېدا، جنګ کې رالوی شولو او جنګ وخوړو

بې رنګه پاتې نه شوو، سره، شنه او تور رنګ وخوړو

نه مو ګودر، نه مو سنګر؛ نه مو وطن وساته

د ننګ ننګ نارې وهو، خو تش په نامه ننګ وخوړو

مرګ جوړوي، مرګ راته ساتي؛ مرګ رالېږي راته

ټپي، ټپي يې کړو، ټوک ټوګ زوی د پرنګ وخوړو

ځمکه، اسمان او سمندر راباندې رحم نه کړي

بمو چورلکو لولپه کړو، هم نهنګ وخوړو

نه مو دا خپل وطن را جوړ کړ، نه مو وکړه تعليم

لعل او ګوهر نه شولو، خاورو کې هم زنګ وخوړو

ګوتې دې پرې شه عرفانياره ولې نه ليکې چې؛

پښتو کلتور مو لاړو، اې! پردي فرهنګ وخوړو

کابل – ګولاي دواخانه

۲۸ جنوري ـ ۲۰۱۸