آزاد نظم

کاش زه ته او مينه
چې يو ځاى اوسيداى
د محبت کهول کې
هيڅوک راتللاى نه شواى
نه چا ليداى
نه څوک خبر له مونږه
هلته د ګلو منځ کې
ها د عطرونو منځ کې
له نفرتونو لرې
په بل ديار اوسيداى
هلته چې مينه او ميين اوسيږي
ياره هملته چې واى
له نفرتونو لرې
له نفرتونولرې
چيرې پناه اوسيداى
له نفرتونو لرې
چيرې تنها اوسيداى
+ ليکل شوي په Fri 4 Nov 2011 ساعت ۳:۵۲ ب.ظ عرفانيار
|
نوم مې احمدشاه؛ ځينې خلک مې د عرفانيار په نوم پېژني، خو پر چا چې ډېر ګران يم هغه بيا راته له ډېر نازه يواځې عرفان وايي. د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار اړوند د فاروق خېلو په کلي کې؛ نه پوهېږم چې څو کاله وړاندې به و، خو د زوګړې نېټه مې پلار جان لیکلې هغه هم په همغه کلیزه (جنتري) کې چې ورسره وه، هغه نېټه ده ۱۳۶۱/۰۹/۱۱، چې پر کلي د مني سړو بادونو د شنه موسم هر څه يې له منځه وړل، نو په کلي کې چا داسې غږ پورته کړ چې د مني په دې سړو شېبو کې يو ګل وغړېد.