يار دې نه دی

ما پخوا درته ويلي يار دې نه دی

په سره اور دې کړوي دلدار دې نه دی

غېږ دې مينې ورته مه خلاصوه ګوره

روغ زړګی دې ماتوي کرار دې نه دی

هر څه درنه وي چور او تالان کوی دی

غل، خاين، غدار دی؛ خريدار دې نه دی

اې! تا ته يې ساتلی غاښ د زهرو دی

ها دئ تور ښارمار، د غاړې هار دې نه دی

لاره به دې ورکه کړي؛ مه درومه راځه

واوره! دئ اغيار، خپل عرفانيار دې نه دی

کابل ــــــ ګولای دواخانه

د ۲۰۱۸ د جنوري اتمه