غزل

لومړی حساب به له خپل ځان سره کړم

مينه منم، مينه جانان سره کړم

زه خو د ګل بدل کې ګل غواړمه

بس دغه پرېکړه له باغوان سره کړم

سړو بادو، يخو وږمو سره زه

پخوا بلد يم، ژوند باران سره کړم

د ورک کېدلو نه يم ورک به نه شم

ځان را معلوم دئ تګ زمان سره کړم

منم چې لمر يې لا تر لمر ښکلی يې

زه هم خبرې له اسمان سره کړم

د کار سړی يم ټيټ مې مه بوله نور

يم عرفانيار، سيالۍ جهان سره کړم

کابل – ګولاي دواخانه

۲۱ د جنوري ۲۰۱۸