کيسهګۍ

تر لمر خاته وړاندې تللې وه، هلته يې يو له بل سره د زړه راز او نیاز کاوه. په خوله يې څه نه ویل، خو سترګو يې د زړه حال بيانه وه.
په خوږلنو سترګو يې هغې جنډې او رومال ته کتل چې پر قبر رپېده.
ناڅاپه يې لور ورته وویل: مورې! ولې هدیرې ته راغلې يې؟ دا قبر د چا او دا جنډه؛ د چا د قبر ده؟
مور: لورې! دا جنډه، زما د سر سیوری ده.
ستا د شهید پلار د قبر دا جنډه هغه رومال دئ، کوم چې؛ د واده په شپه مې هغه ته ورکړی و.
+ ليکل شوي په Tue 1 Feb 2022 ساعت ۱۲:۱۴ ب.ظ عرفانيار
|
نوم مې احمدشاه؛ ځينې خلک مې د عرفانيار په نوم پېژني، خو پر چا چې ډېر ګران يم هغه بيا راته له ډېر نازه يواځې عرفان وايي. د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدانښار اړوند د فاروق خېلو په کلي کې؛ نه پوهېږم چې څو کاله وړاندې به و، خو د زوګړې نېټه مې پلار جان لیکلې هغه هم په همغه کلیزه (جنتري) کې چې ورسره وه، هغه نېټه ده ۱۳۶۱/۰۹/۱۱، چې پر کلي د مني سړو بادونو د شنه موسم هر څه يې له منځه وړل، نو په کلي کې چا داسې غږ پورته کړ چې د مني په دې سړو شېبو کې يو ګل وغړېد.