ګلاب نه شوم

 

لا غوټۍ يم ګـــلاب نـــــه شــوم

بس ماشوم يم شبــــاب نه شوم

تل رټـــي مــــې پست مــې بولي

زه همــــدو ته جـــناب نـــه شوم 

نه مـــې مست ، نه په نڅــا کړل

هــــا د مينــــې شـــراب نه شوم

نه شـــوم سيــــورى زه د مينــې

پورته هسک کې سحاب نه شوم

نـــه  مـــې  ولـــيکلــــه  ميـــنه

يو خوږ تــرنګ د رباب نـه شوم

عــــرفـــانيـــار يمــــه تل غــلى

د رازونــــو يو بــــاب نه شـــوم